مهم اساسي توري


د ښوونځي لار، د ښوونځي بس، پلی کس، په سیکل سور، اصول، د سړک څخه د تیریدو لار، څلورلارې، د لارې څنډه، د پلو تلو لار، دسیکل خولۍ، د بس تم ځای، د رفلکس واسکټ یا شپه کې ښکاریدونکی واسکټ، ترافیکي څراغ، لوحه، چلوونکی، مسافر، د موټر پټۍ، د رفلکس ټیکلی

د زده کړو موخې

اوس به زده کړی:

- د یوې لارې په اوږدو د تلو اصول

- د سړک څخه د تیریدو اصول

- د یواځې تلو او ډله کې تلو توپیر په ترافیک کې

د ښوونځي په لار

پدې لار کې ډیر ترافیک وي. ماشومان ښوونځي ته په بیلا بیلو وسیلو راځي.

ځینې موټر کې، ځینې بس کې، او ځینې پلي او ځیني پر سایکل. آیا ستا ښوونځي کې هم همداسې وي؟ ته څنګه ځان ښوونځي ته رسوې؟

یواځې تګ

که دې د ښوونځي لار لنډه وي، کیدی شي یواځې به ځې. اړینه چې هغه لاره غوره کړې، پر کومه چې دې لویانو سره تمرین کړی وي. تل تر ټولو خوندي لار غوره کوه او په شاوخوا ترافیک ښه پام ساته. ترافیک کې پام ساتنه څه ته وایی؟

ملګرو سره یو ځای تګ

ځینې کسان سره نږدې اوسیږي او ښوونځي ته یو ځای ځي. کله چې ډیر کسان سره یو ځای روان وي، نو بیا ستاسې پام ډیر ژر له ترافیک څخه بل خوا اوړي. اړینه ده چې تاسو، سره لدې چې خپلو کې خبرې کوئ او خوند ترې اخلئ، ترافیکي اصولو ته پاملرنه وکړئ او یاد یی وساتئ.

د مشرانو سره یو ځای تګ

ډیری خلک ښوونځي ته رسول کیږي. کیدی شي ستا مور او پلار به تا رسوي، یا کوم بل مشر چې ته یی پیژنې او ډیر ماشومان رسوي. که ته د مشرانو سره هم روان یی نو، هم به مراعت کوې او پام به ساتې.

موټر

که تا موټر کې رسوي نوباید د موټرپټۍ ولرې. کله چې د موټر څخه اوځې، پکار ده چې احتیاط وکړې او شا او خوا سم وګوره. دروازه خلاصه کړئ او د لارې د اړخ خواته، یا د پلو لارې(پیاده رو) ته لاړشئ او د ترافیک په لور نه.

بس

هغه کسان چې د ښوونځي څځه لیری اوسیږي اکثره په بس کې ځي. اړینه ده چې بس کې ټول سم ناست وي تر څو چلوونکي ته مزاهمت ونشي. کومو بسونو کې چې امکان یی شته، پټۍ وتړئ. د چا په اړه پوهیږې چې ښوونځي ته په بس یا موټر کې راځي؟

سایکل

داسې څوک پیژنې چې ښوونځي ته پر سایکل راځي؟ د پلو پر لار، په کوڅه ګیو کې، او سایکل پر لارو او د لارې پر ښي اړخ، سایکل چلولو ته اجازه شته. په هر حال، هغه خلک چې سایکل چلوي، پکار دی د ترافیک اصول په پام کې وساتي او نورو وګړو باندې پام وساني.